پنجاب بلاخره مخامخ جګړه پيل کړه
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

د بېلا بېلو رسنیو د خبر له مخې د فبرورۍ په ۳ مه د پنجاب جنګي الوتکو د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ کې د عامه وګړو کورونه او ځیني امنیتي پوستې بمبار کړې . که څه هم تر دې مهاله د ځانې زیان په اړه څه نه دي ویل شوي خو بمبارۍ به خامخا مرګ ژوبله او مالي زیان اړولی وي .

د افغانستان پر سپيڅلې خاوره  د جنګي الوتکو دا برید ، پر مغلګۍ باندې د ۱۹۴۹ کال د جون د ۱۲ مې ڼېټې له بمباره روسته چې هغه هم د پنجابي پوځي واکمنانو په سرتمبګۍ ترسره شوی و ، تر ټولو زیات ګواښمن او زیانمن ګڼل کیږي .

پرون هم د خوست د ګوربزو ولسوالې پر امنیتي پوستو پنجابي ملیشو او سرتېرو ډزې کړې وې چې د افغان وسلوالوځواکونو لخوا يي وړ ځواب ورکول شوی و .

داسې ښکاري چې د ترهګرو په لاس په افغانستان کې وسلوال یرغل چې د پنجاب لخوا يي هراړخیز ملاتړ کیږي نور د پنجاب د موخو لپاره بسیا نه کوي ، نو ځکه يي د ترهګرو له یرغل سره سم  په ښکاره او بربنډه توګه د افغانستان په وړاندې مخامخ جګړه پيل کړه .

 پنجاب به له دې روسته په افغانستان کې هر مثبته پراختیا په سختو دیپلوماتیکو ناندریو وپالي او په پوځي غبرګون سره به يي وڅاري . پنجاب په دې باور دی که بل چیرته هر څه کیږي ، کیږی به خو افغانستان کې به ماشی هم د پنجاب له ارادې پرته نه ښوري !

 دې برید د پنجابي واکمنانو له مخه هغه پرده هم پورته کړه چې په دوه مخۍ سره به يی کله په دې کنفرانس او هغه غونډه او کله به يی انقره او یا واشنګټن کې افغانستان سره د ښه ګاونډيتوب په اړه باټې وهلې . په تازه او نویو لاپو کې د جنورۍ په ۲۷ ومه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي وویل « موږ په خپلو خبرو کې سلا وکړه چې په خپلو اړیکو کې یو نوی باب پرانیزو او پر دې مو ټینګار کړی چې د تروریستي عناصرو د محوه کولو لپاره به ګډې هلې ځلې کوو . »  د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر حتی وویل «  د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د سمندر هومره بدلون راغلی او دواړه هیوادونه د اړیکو د ښه کولو لور ته مثبت ګامونه اخلي. »

خو د لاپو څپې لا په هوا  او رسنیو کې ګرځېدلې چې د جرم شریکانو يي ماشې ته ګوته کړه او پر افغان خاوره يي برید وکړ .

هند ته د ولسمشر کرزي سفر چې بیخي د دوو دوستو او تقریبآ ګاونډیو هېوادو د خپلمنځي اړیکو د لا سمون او ټينګښت او ددې هېوادو تر منځ د همکارۍ په نیت ترسره شوی ښايي پنجاب سرسام کړی وي . کېدای شي افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قومندان مرستیال څرګندونې چې د فبرورۍ په دوهمه يي واشنګټن کې کړې او ویلي وو چې امریکا به د پاکستان له همکارۍ پرته د ترهګرو سټه ونړوي ، په پنجاب ښې نه وي لګېدلې .

که د پېښو روستۍ پراختیا هر څه وي او د پنجاب دا مخامخ پوځي برید هر ډول تفسیر شي ، پنجاب کې ناست پوځیانو او ای ایس ای د افغانستان په وړاندې د خپلو راتلونکو پلانونو یوه عملې ننداره افغانانو او نړیوالو ته  په څرګنده توګه وښوده .

پنجاب بیا هم خپل ګوزار وکړ اوس دا په افغانانو پورې اړه لری چې په هر سنګر کې دي ، پنجاب په نښه کړي او د خپلو ټوپکو خوله د پنجاب په لور ورواړوي .

پای

د ۲۰۱۱ کال د فبروري ۳ مه


February 4th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی